هېواد کې د برېښنا د سټېشنونو بیارغونه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلی، د څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بغلان له الوان دښتې څخه تر ارغندی او د کابل تر ترخېل پورې د برېښنا د سټېشنونو بیارغونې کار پیل شوه.

د خبر پر بنسټ نوموړی زیاته کړې، چې د دې چارې له بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستانه د زر میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شی.

د سرپرست وزیر په وینا د حکومت د امیر له لوری د کورنۍ انرژی پر بنسټ د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید فرمان یې هم ترلاسه کړی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت د مسوولینو په وینا له بېلابېلو سرچینو د برېښنا د انرژۍ د لا زیات تولید لپاره یې له ګڼو پانګوالو سره هم کتلی او په نږدې راتلونکی کې به دغه پانګوال خپلې پانګونې هم پیل کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.