هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

وروسته له هغې چې کابل او پکتیا کې د بیزو‌ تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه راپورونه خپاره شول، د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلی، په افغانستان کې تر اوسه د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلی، که د بیزو‌تڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شی، نو د عامې روغتیا وزارت له لوری به اعلان شی.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د روغتیایی سرچینو د څرګندونو له مخې ویلی وو، چې په کابل او پکتیا کې د دغې ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوی هڅې کوی.

تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزو‌تڼاکې پېښې ثبت شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.