کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هېواد کې ورځ تر بلې د زړه ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د یاد وزارت ویاند په یوه خپاره کړي ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په نړۍ او افغانستان کې د قلبي یا زړه پر ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
نوموړي د زړه ناروغۍ د زیاتېدو لامل د ورځني ژوند د لارو چارو بدلون بللی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، چې.د وړم کال په پرتله تېر کال د زړه د ناروغانو شمېر زیات دی.
د نوموړي په خبره په ۲۰۲۲ کال کې له دوی سره ۴۸زره قلبي ناروغان ثبت شوي وو، خو په خبره یې چې ۲۰۲۳ کال کې بیا دغه شمېر ۵۵ زره ته لوړ شوی.
د روغتیایي چارو د پوهانو په باور سالمه او متوازنه غذا، فزیکي فعالیت او ورزش، د مالګې، بورې او غوړو کم مصرف، د سګرټو او الکول نه ډډه او خپل وزن په نورماله کچه ساتل د زړه ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزمن رول لوبوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/