هېواد کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هېواد کې ورځ تر بلې د زړه ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د یاد وزارت ویاند په یوه خپاره کړی ویډیویی کلیپ کې ویلی، چې په نړۍ او افغانستان کې د قلبی یا زړه پر ناروغۍ د اخته‌ کېدونکو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

نوموړی د زړه ناروغۍ د زیاتېدو لامل د ورځنی ژوند د لارو چارو بدلون بللی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، چې.د وړم کال په پرتله تېر کال د زړه د ناروغانو شمېر زیات دی.

د نوموړی په خبره په ۲۰۲۲ کال کې له دوی سره ۴۸زره قلبی ناروغان ثبت شوی وو، خو په خبره یې چې ۲۰۲۳ کال کې بیا دغه شمېر ۵۵ زره ته لوړ شوی.

د روغتیایی چارو د پوهانو په باور سالمه او متوازنه غذا، فزیکی فعالیت او ورزش، د مالګې، بورې او غوړو کم مصرف، د سګرټو او الکول نه ډډه او خپل وزن په نورماله کچه ساتل د زړه ناروغۍ په مخنیوی کې اغېزمن رول لوبوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.