هېواد کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې ویلی، چې په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.

د USID ادارې پر خپلې ایکس‌‌پاڼې یوه بیان کې ویلی، د افغانی غالیو له تولید څخه ترلاسه شوی عاید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

د بیان له‌‌ مخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوس‌ مهال نږدې ۱۲ لکه کسان په کار بوخت دی، چې په سلو کې ۹۰ یې ښځې دی.

په بیان کې ټینګار شوی چې د افغانی غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.

غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم محصول دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.