معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه لوړه شوې

هېواد کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعي توګه د نس ناستي ۱۵۷ زره ۷۷۸ سختې پېښې ثبت کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اونۍ د راپور له مخې پر دغې ناروغۍ د پنځه کلنو ښکته عمر ۹۰زره ۸۴۶ ماشومان او ۷۹زره ۱۱۱ ښځې اخته شوي دي.
د دې راپور له مخې تېره اونۍ د دغې ناروغۍ له امله شپږ ناروغان مړه شوي هم دي.
د ډاکټرانو د وینا له مخې سخت نس ناستی کېدای شي په چټک ډول د بدن د اوبو کچه راټیټه کړي او خوارځواکۍ او حتی د ماشومانو د مړینې سبب وګرځي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس