کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ساری ناروغیو د خپریدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلی، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعی توګه د نس ناستی ۱۵۷ زره ۷۷۸ سختې پېښې ثبت کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اونۍ د راپور له مخې پر دغې ناروغۍ د پنځه کلنو ښکته عمر ۹۰زره ۸۴۶ ماشومان او ۷۹زره ۱۱۱ ښځې اخته شوی دی.
د دې راپور له مخې تېره اونۍ د دغې ناروغۍ له امله شپږ ناروغان مړه شوی هم دی.
د ډاکټرانو د وینا له مخې سخت نس ناستی کېدای شی په چټک ډول د بدن د اوبو کچه راټیټه کړی او خوارځواکۍ او حتی د ماشومانو د مړینې سبب وګرځی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ