هېواد کې د مخابراتی شبکو د بیو راټیټېدو پرېکړه عملی شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې هېواد کې د انټرنېټ، غږیزو اړیکو او پیغامونو د بیو د راټیټېدو پرېکړه له تېرې ورځې عملی شوه.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د افغانانو د غوښتنو او د مخابراتی مارکېټ له ارزونې وروسته نوې بیې اعلان کړې.

دغه اعلان کې مخابراتی شبکو ته یو میاشت وخت ورکړل شوی و، چې دغه بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې یې عملی کړی.

د مسوولینو په خبره اوس ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلې شوې او هېوادوال کولای شی، مخابراتی شبکو ته له نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.