کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو د ورثې، معلولینو او یتیمانو د ثبت لړۍ پیل کړه.
د دغه وزارت مرستیال نن په یوه خبری غونډه کې وویل چې دا لړۍ څلور میاشتې وړاندې په دې برخه کې د څېړنې لپاره درول شوې وه، څو مستحق کسان وپېژندل شی.
نوموړی وایی، د څېړنو په پایله کې تر اوسه د ۱۵ ولایتونو اړوند ۳ زره ۵ سوه غیر مستحق کسان له سیستم څخه ایستل شوی چې ۹۹ سلنه یې د تېر جمهوریت پرمهال ثبت شوی وو.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال وایی، له دې وروسته به د برېښنایی پېژندپاڼو پربنسټ هر معلول او یتیم لیدل کیږی چې د ثبت پروسه به یې هم خورا شفافه وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ