کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ تنه نور په کې ژوبل شوي دي.
یاد وزارت ویلي، د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو او خلکو ته د رسېدنې په موخه یې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نورو مؤسساتو سره بېړنۍ ناسته کړې او د مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د مسؤولینو په وینا د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي، چې له کبله یې زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو استازو له زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي، غیرخوراکی او روغتیایي مرستو ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/