کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ تنه نور په کې ژوبل شوی دی.
یاد وزارت ویلی، د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو او خلکو ته د رسېدنې په موخه یې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نورو مؤسساتو سره بېړنۍ ناسته کړې او د مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د مسؤولینو په وینا د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوی، چې له کبله یې زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
په همدې حال کې د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو استازو له زیانمنو کورنیو سره د نغدی، خوراکی، غیرخوراکی او روغتیایی مرستو ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ