هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوی دی.
د خبر پر بنسټ، شمېرې ښیی چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې د اورښت او یخنۍ له امله نږدې لس زره څاروی هم مړه شوی دی.
له دې سره سم، سرپرست حکومت وایی زیانمنو په ځانګړې توګه د څارویو لرونکو ستونزو د هواری په موخه یې د بېلابېلو وزارتونو مسوولینو کمېټه جوړه کړې، چې خپلې چارې یې په چټکۍ سره پیل کړی دی.
که څه هم تر دې مهاله سرپرست حکومت د وروستیو اورښتونو له امله د مرګ – ژوبلې او څارویو ته د اوښتو زیانونو په اړه وروستی ارقام نه دی شریک کړی، خو اټکل کیږی چې د مرګ – ژوبلې او د تلف شویو څارویو شمېر به هېواد کې تر دې زیات شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
twitter:
Web:
FB page:

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.