کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی، هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره یې هڅې پراخې کړې او تر ډېره په دې برخه کې بریالی شوی هم دی.
د عزیزی په وینا سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې افغان پانګوالو په لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې.
دوی وایی، له افغان پانګوالو سره په خبرو بوخت دی، څو په هېواد کې د پانګونې په شته فرصتونو کې د پانګونې لپاره اقدامات ترسره کړی.
د عزیزی په وینا د افغان صنعتکارانو لپاره د ځمکو د ورکړې او برېښنا رسونې په پروګرامونو په چټکۍ سره کار روان دی، چې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه به په صنعتکارانو د اقتصادی فعالیتونو لپاره د وېشلو تر څنګ د دوی د برېښنا ستونزه هم هواره شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ