کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې تېر کال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په لسګونه زره هکټاره ځمکې پنبه کرل شوې وه، چې له ۱۲۲ زره ټنه څخه یې د حاصلاتو حجم زیات وو.
د کرنې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره یې هڅې زیاتې کړي او په روان کال کې یې د پنبې د کښت کچه نورو ولایتونو ته هم پراخه کړې ده.
د دې وزارت مسوولین زیاتوي، چې د پنبې کښت د پراختیا لپاره له بزګرانو سره ځانګړې همکاري روانه ده.
د خصوصي سکټور غړي وايي، که چېرې هېواد کې د پنې کښت منظمه پراختیا ومومي او محصولاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راشي، دوی حاضر دي چې دې سکټور کې د پانګونې حجم نور هم پراخ کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/