هېواد کې د پنبې کښت پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې تېر کال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په لسګونه زره هکټاره ځمکې پنبه کرل شوې وه، چې له ۱۲۲ زره ټنه څخه یې د حاصلاتو حجم زیات وو.

د کرنې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره یې هڅې زیاتې کړی او په روان کال کې یې د پنبې د کښت کچه نورو ولایتونو ته هم پراخه کړې ده.

د دې وزارت مسوولین زیاتوی، چې د پنبې کښت د پراختیا لپاره له بزګرانو سره ځانګړې همکاری روانه ده.

د خصوصی سکټور غړی وایی، که چېرې هېواد کې د پنې کښت منظمه پراختیا ومومی او محصولاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راشی، دوی حاضر دی چې دې سکټور کې د پانګونې حجم نور هم پراخ کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.