کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادی وضعیت په تړاو او د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی.
د خبر پر بنسټ، د دغه سازمان مشر ویلی، چې.د مرستو کمښت او په افغانستان کې د خراب اقتصادی وضعیت له امله د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه ماشومانو د واټونو پر غاړه کار کولو ته مخه کړې ده.
یو شمېر کارګر ماشومان وایی، د اقتصادی ستونزو له امله اړ دی، چې درنو کارونو ته مخه کړی.
بلخوا دغه سازمان وایی، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت بیا وایی، مرستندویه بنسټونه دې له دوی سره په همغږۍ مرستې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ