معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د کانګو ناروغۍ ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي

هېواد کې د کانګو ناروغۍ ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کابل د انتاني روغتون مسوولین وايي، چې په هېواد کې د کانګو ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دوی په خبره، له اختر وروسته د کابل په انتاني روغتون کې هره ورځ ۱۵ په کانګو ناروغۍ شکمن کسان بستر کوي.
په ورته مهال په دې ناروغۍ اخته کسان او نور افغانان له عامي روغتیا وزارت څخه د دې ناروغۍ د مخنوي لپاره د جدي هڅو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
کانګو (CCHF) یوه ساري، ویروسي او وژونکې ناروغي ده، چې د سپږې ماننده حشرې (کنې) پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس