هېواد کې د کانګو ناروغۍ ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کابل د انتانی روغتون مسوولین وایی، چې په هېواد کې د کانګو ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږی.
د دوی په خبره، له اختر وروسته د کابل په انتانی روغتون کې هره ورځ ۱۵ په کانګو ناروغۍ شکمن کسان بستر کوی.
په ورته مهال په دې ناروغۍ اخته کسان او نور افغانان له عامی روغتیا وزارت څخه د دې ناروغۍ د مخنوی لپاره د جدی هڅو د ترسره کېدو غوښتنه کوی.
کانګو (CCHF) یوه ساری، ویروسی او وژونکې ناروغی ده، چې د سپږې ماننده حشرې (کنې) پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.