هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د احصایی او معلوماتو ملی ادارې ویلی، سږ کال په هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې ده.
د دغه بنسټ په وینا، په ټولیزه کچه د کښت وړ ځمکه کابو درې میلیونه هکټاره ځمکې ته رسیږی.
د دغې ادارې په وینا، د کښت وړ ځمکې دوه میلیونه یې اوبه‌ ییزه او پاتې نوره یې للمه ده، چې د تېر پۀ پرتله په کې ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت بیا ویلی، چې سږ کال ډېری کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلی دی.
د مسوولینو په خبره یاد وزارت په پام کې لری، چې په ډېری کرنیزو ځمکو کې د نورو غلو_دانو پرتله غنم وکری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.