کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت ویلی، د روان کال په وری میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو پرانیسته شوې او چارې یې پیل شوې دی.
په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه، د اوسپنې ویلې کولو کارخونه، د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل او هلمند کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۲۳ مېګاواټه برېښنا تولید، هرات ولایت کې د دوو سب سټېشنونو جوړول او د برېښنا د ۲۲۰ کیلو ولټ مزی غځول شامل دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ