کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه ریاست شمېرې ښیی، چې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د هېواد په کچه شاوخوا ۴.۳۵ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوی، چې ۳.۸۰ میلیونه مټریک ټنه یې اوبیز او ۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمی غنم دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې سږکال د هېواد په کچه د غنمو تر کښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمی په بڼه کرل شوې وه. هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو د کرکیلی تر ټولو لویې سیمې لری.
یاد وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړی، د ټول هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ