معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

هېواد کې سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړي.

د دغه پروګرام مسوولینو ويلي، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډېرو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوي.

افغانستان د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډېر زیانمن هېواد بلل کیږي.

وروستیو سېلابونو او اورښتونو په شمالي او سویلي ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې له امله زیانمن شول

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس