کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام وایی، په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لری، چې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړی.
د دغه پروګرام مسوولینو ویلی، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لری.
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډېرو خلکو ته زیانونه اوښتی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایی، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوی.
افغانستان د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډېر زیانمن هېواد بلل کیږی.
وروستیو سېلابونو او اورښتونو په شمالی او سویلی ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې له امله زیانمن شول
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ