معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې

هېواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ويلي، چې افغانستان کې د پشپړ امنیت له راتګ وروسته د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

 نورالدین عزیزي زیاته کړې، د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵مه نړیواله اقتصادي ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

 عزیزي ویلي، په نړیوالو بازارونو کې د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې په روسیه، ازبکستان او قزاقستان کې نندارتونونه جوړ شي.

نوموړی همدارنګه ویلي، سرپرست حکومت هڅه کوي، څو په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس