کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی، چې افغانستان کې د پشپړ امنیت له راتګ وروسته د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
نورالدین عزیزی زیاته کړې، د روسیې او اسلامی نړۍ ۱۵مه نړیواله اقتصادی ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
عزیزی ویلی، په نړیوالو بازارونو کې د افغانی تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه ټاکل شوې نږدې راتلونکی کې په روسیه، ازبکستان او قزاقستان کې نندارتونونه جوړ شی.
نوموړی همدارنګه ویلی، سرپرست حکومت هڅه کوی، څو په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ