هېواد کې پر نشه یی توکو روږدی نږدې یو لک کسان راټول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د راپورونو له مخې کورنیو چارو وزارت کې له نشه‌ یی توکو سره د مبارزې معینیت وایی، د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې هېواد کې نږدې یو لک روږدی کسان راټول شوی او د درملنې مرکزونو ته معرفی شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د دغه معینیت د دفتر رییس زیاتوی، ځینې دغه روږدی کسان تر درملنې لاندې دی او ځینی یې له درملنې وروسته په مسلکی زده‌ کړو بوخت دی.

په ورته مهال، له نشه ‌یی توکو ځینې روغ شوی کسان چې مسلکی زده‌ کړې کوی وایی، خوښ دی چې درملنه یې شوې او له سرپرست حکومت غواړی چې د هېواد د ټولو روږدو کسانو درملنه وکړی.

د دوی په خبره، په خیاطۍ، نجارۍ، د موبایل جوړولو او نورو بېلابېلو مسلکونو کې یې ښې زده‌ کړې کړې دی.

کورنیو چارو وزارت کې له نشه‌ یی توکو سره د مبارزې معینیت وایی، په پام کې لری چې په راتلونکی کې د هېواد په لسو زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره لس مرکزونه جوړ کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.