کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلی، چې دا مهال د دغه وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا ۱۰زره بې سرپرسته او یتیم ماشومان ساتل کیږی
د یاد وزارت ویاند د ګردېز په ښار کې د یوه روزنتون د پرانېستې مراسمو کې ویلی، چې دا مهال د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰ زره بې سرپرسته او یتیم ماشومان په روزنتونونو کې تر روزنې لاندې دی.
د ویاند په خبره یاد وزارت هڅه کوی چې په راتلونکی کال کې د بې سرپرسته نجونو لپاره هم روزنتونونه جوړ کړی
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد وزارت تر څار لاندې په هېواد کې د خیریه بنسټونو او موسسو لخوا هم ځینې روزنتونونه جوړ شوی، چې د بې سرپرسته ماشومانو ساتنه په کې کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ