کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې اوس مهال ټول هېواد کې ۲۶میلیونه موجوده سیمکارټونو له ډلې یې ۱۸ میلیونه سیکارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر کړی دی.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی پر اېکس لیکلی، د دې پروسې څارنې او ارزونې ترڅنګ د پاتې سیمکارټونو د ثبت پروسه هم په چټکۍ سره دوام لری.
نوموړی د سیمکارټونو د ثبت موخه د خلکو روانی امنیت ټینګښټ او د غیری قانونی سیمکارټونو څخه د رامنځته شویو ګواښونو مخنیوی بللی دی.
په ورته مهال خلک هم د مخابراتی شبکو سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول مثبت ګام بولی او د هېوادوالو د امنیت ټینګښت برخه کې دا ګټور ګڼی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ