کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د کرنې وزیر او راستنېدونکو افغانانو ته د ځمکې د ورکړې کمېتې مشر تورخم ته د یو پلاوی په مشرۍ سفر کړی و.
د دغه سفر په ترڅ کې نوموړی ویلی، چې افغان حکومت هېواد کې ۲ لکه نمرې هغو راستنېدونکو افغانانو ته ځانګړی کړی، چې د کور ځای ونه لری.
د ځمکې د ورکړې کمېټې د مشر مولوی عطاءالله عمری په وینا د اړتیا پر مهال به د یادو نمرو شمېر نور هم ډېر کړی.
د نوموړی په خبره دوی راستنېدونکو افغانانو ته د کرکیلې لپاره هم د ځمکې د ورکړې چاره منظور کړې ده.
عمری زیاتوی، چې راستنېدونکو ته به اجاره ځمکه بغیر له داوطلبۍ په پنځوس سلنه تخفیف او د یو کال په معافیت سره ورکول کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ