کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلی، چې په ټول هېواد کې د معیاری خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیایی کار کوونکو کموالی یوه جدی ستونزه ده.
د خبر پر بنسټ، د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلی، د هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې روغتونونه نشته او په هېواد کې د معیاری روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۴۵ زره بسترونو ته اړتیا ده.
نوموړی زیاته کړې، که څه هم د سرطان د درملنې په برخه کې ستونزې شته، خو زیاتوی چې افغانستان د راډیو ټرافۍ لپاره نړیوال جواز ته اړتیا لری.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه ویلی، چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د ناروغۍ له زیاتوالی سره – سره دا ناروغی هېواد کې په سمه توګه کنټرول شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ