وارداتی برېښنا، د افغانستان پر ستونزو سر بېره بله ستونزه!
راپور: نثار احمد عزیزی
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده).
په اوسنی عصر کې چې برېښنا په نړۍ کې د پرمختیا او د ژوند د هوساینی د یوه اساسی لامل په توګه پېزندل کېږی، موږ افغانان هر کال یو زیاته اندازه پیسی له نورو هېوادو د بریښنا په واردولو مصرفوو خو ددې سره سره بیا هم په مرکز او ولایتونو کی نه یوازې زموږ هیواد وال د بریښنا له کمښت او نه شتون سره مخامخ دی او د کال په هر فصل کې د وارداتی برېښنا مزې د بلوا ګرو له لوری پرې کېږی او بیا د یوه زیات لګښت او جنجال نه وروسته بېرته جوړېږی.
د بریښنا شرکت پخوانی رییس وایی چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ بریښنا یوازې ۲۰ ٪ په کور دننه تولیدوی او ښکاره ده چې ۲۰٪ بریښنا د هیواد اړتیاوې نشی پوره کولای ځکه نو پکار ده چی باید افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره ۸۰ ٪ برېښنا له ګاونډیو هیوادنو څخه را وارده کړی .بل خوا بیا په پرله پسې ډول د نا معلومه کسانو له خوا د وارداتی برېښنا دغه مزی په بېلابېلو سییمو کې پرې کېږی چې دا چاره په جمهوریت کې د رسوایۍ تر حده رسیدلې وه او دادی د امارت په دوران کې یې هم څرک ولګید.
دا چې د بریښنا دا جریان ولې او د چا له خوا پرې کیږی ؟ آیا موږ په کور د ننه داړتیا وړبریښنا نشو تولیدولای ؟ او ځینېنوری داسې پوښتنې شته چې د ولس سره له تېرو څه باندې دوو لسیزو مطرح دی او ولس غواړی هغې ته سم او قانع کونکی ځواب ومومی.
افغانستان او د برېښنا د تولید امکان:
آیا موږ په کور د ننه د خپلې اړیتا وړ بریښنا د تولید امکانات لرو؟ دا پوښتنه مو په لومړی سر کې د پوهنتون استاد او سیاسی چارو د شنونکی استاد ناصر شفیق مخې ته کېښوده، هغه یې په اړه وایی :” افغانستان د ګاوندیو هیوادونو په پرتله د اوبو له پراخو سرچینو څخه برخمن دی خو هیواد مو د تیرو خپل مینځی جګړو او سرحدی ستونزو له امله ونه توانیدو د بریښنا بندونه جوړ کړی، خو که چېرېد ستونزو له امله په سرحد کی بندونه نشو جوړولای، پکار ده چې په هیواد کې د ننه په مرکزی سیمو کې واړه بندونه جوړ کړو .”
ښاغلی شفیق وړاندې زیاتوی چې د ستونزې اساسی حل لاره داده تر څو په افغانستان کې یو باثباته او له اقتصادی پلوه پر ځان بسیا حکومت چې د ملی وحدت پر مټ د ولسونو پراخ ملاتړ له ځان سره ولری، ټینګ شی.
خو د بریښنا شرکت د اوسنی ویاند حکمت الله میوندی د خبرو له مخې د افغانستان برښنا شرکت رهبری په دې لټه کې ده چې د بریښنا کورنی تولید زیات کړی او هغه سیمو ته برېښنا ورسوی چې اوس بیخې برېښنا نه لری. نوموړی زیاتوی چې د برېښنا د پرچاوۍ لامل هغه تقاضا او د برېښنا لګښت دی، چې خلک یې کوی او دم ګړۍ د بریښنا ریاست د هغې د پوره کیدولو توان نه لری .
بل خوا د انرژۍ جارو کار پوه او د برېښنا شرکت پخوانی مسلکی کارکونکی انجنیر محسن امین چې دمګړۍ له هېواده بهر دی، د افغانستان د برېښنا د نیمګرتیا پړه، پر نړیواله ټولنه اچوی او وایی چې هغوی په تیرو دوه لسیزو کې و نه غوښتل چی په کور د ننه شته د بریښنا غټ او واړه بندونه ورغوی.
انجنیر محسن امین زیاتوی چې نړ یوالې ټولنې د یو لړ خاصو دلایلو له امله، دا غوره وګڼله چې د ګاوندیو هیوادنو څخه د وارداتی برېښنا مزی هیواد ته راوغزوی .
د انجنیر محسن امین او انرژۍ چارو د ځینو نورو کار پوهانو په نظر په افغانستان کې د تېر شل کلن جمهوریت په ترڅ کې بهرنیو مرستندویه هېوادو او ټولنو او په کور د ننه د افغانستان چارواکو یا نه غوښتل یا نه پرېښودل کېدل تر څو په کور دننه د برېښنا بندونه فعال یا د بدیلې ارزانه انرژۍ لارې چارې و لټوی تر څو افغانستان د وارداتی برېښنا له غمه خلاص او پدې برخه کې په خپلو پښو ودرېږی.
د برېښنا د جریان پرې کېدل، ستونزې او حل لارې:
دا چې په پرله پسې ډول د بریښنا د جریان پرې کیدو لامل څه دی او ددې ستونزې چې نور نو په یوه غمېزه یدله شوې، د حل لارې کومې دی، په اړه یې د انرژۍ چارو کارپوه انجنیر محسن امین پدې نظر دی چې دا ستونزه دو لاملونه لری، یو دا چې د برېښنا په شبکه کې کله تخنیکی عوارض رامنځ ته کیږی او د بریښنا د جریان د پرې کیدو لامل ګرځی.
د ښاغلی محسن امین له نظره ځینی خلک او کړۍ په قصدی توګه هم د برېښنا ستنی ویجاړوی او له مینځه یې وړی یا د برېښنا د لېږد مزی پرې کوی، د برېښنا ستنی ویجاړول او له مینځه وړل دا یوه امنیتی ستونزه ده او د بریښنا شرکت دې له امنیتی ارګانونو سره په همغږۍ، کابل او نورو سیموته د بریښنا د لېږد د ستنو په خوندی ساتلو کې له تکړه ساتونکو او ځینې نورو وسایلو لکه ډیجیتل کامرو څخه ګټه واخلی .
بل خوا لیکوال او د سیاسی چارو شنونکی، عبدالناصر شفیق بیا پددې اړه پدې باور دی چې:” په هېواد کې د برېښنا د لېږد پایو غورځېدل دوه اساسی لاملونه لری، یو سیاسی مخالفتونه او بل په ټول هېواد کې د مافیایی کړیو شتون او فعالیت! ”
ښاغلی شفیق پدې اند دی چې حکومت ته پکار ده تر څو د بریښنا د لېږد ستنو د ساتلو لپاره په نژدې واټڼ کې ساتونکی وګماریی او یا دې هم هره ستنه د امنیتی کامرو له لارې خوندی شی.
همدا راز دې ته په کتو سره چې ډېر ځله د برېښنا د لېږد د پایو غورځیدل د حکومت د سیاسی او پوځی مخالفینو کار دی، استاد شفیق نظر لری چې حکومت دې باید له سیاسی مخالیفینو سره سیاسی تنوع او سیاسی ډیالوک د غزونې له لارې ستونزې حل کړی او مافیایی کړۍ دې د استخباراتو تر جدی کنترول لاندې ونیسی .
پایله او وړاندیز:
په افغانستان کې د ګڼو نورو ستونزو سره، وارداتی برېښنا هم یوه لویه ستونزه ده چې په تېرو شل کلونو کې د جمهوریت تر نامه لاندې واکمن نظام نه یوازې د ستونزې په هوارولو کې ناکام شو بلکه تر پایه یې د برېښنا پایې ویشتونکې هم سم تشخیص نشو کړای، اوس چې حکومت بدل شوی بیا هم داسې ښکاری چې دغه مافیایی کړۍ بیا غواړی له موقع ګټه پورته کړې او خپلې باج اخیستنې ته دوام ورکړی. هغه څه چې په پورته بحث کې کار پوهانو او سیاسی شنونکو ورته اشاره کړې د ستونزې اساسی حل لاره ده چې د هغې په پلی کولو سره به یو خوا له ضعیف اقتصاد سره د وارداتی برېښنا بیه پرې کول دی او بل خوا له وارداتی برېښنا څخه د مافیایی کړیو ګټه اخیستنه ده.
گهیځ