واشنګټن ایکزماینر نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلی، امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او هوایی بریدونه پیل کړی.
سرچینه زیاتوی، په پاکستان کې د ترهرګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوی او د چټک خپراوی په حال کې دی نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې هوایی بریدونه پیل کړی او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره تابیا وکړی.
مطلب لیکی چې که امریکا په پاکستان کې پر وخت اقدام ونه کړی نو د هر ډول خطر د پېښېدو احتمال شته دی. دغه نشریه وایی چې په پاکستان کې بېلې ډلې پراخ فعالیتونه لری او ښایی په سیمه کې د امریکا ګټو ته خطرونه جوړ کړی.
دا مطلب داسې مهال خپرېږې چې تازه په تازه پاکستانی طا لبانو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړی دی. پاکستانی حکومت بیا تمه لری چې له دغه ډلې سره مذاکرات مثبته پایله ولری او د جګړو د ختمېدو سبب شی.
گهیځ