معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / واشنګټن ډي سي کې یوې مسافر وړونکې الوتکې له پوځي هلیکوپتر سره ټکر کړی

واشنګټن ډي سي کې یوې مسافر وړونکې الوتکې له پوځي هلیکوپتر سره ټکر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا کې د هوایي چلند ادارې مسوولینو او سپینې ماڼۍ راپور ورکړی، چې یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نږدې له یوې پوځي هلیکوپتر سره ټکر کړې او د پوټامیک سیند ته لوېدلې ده.

د خبر پر بنسټ د ژغورنې او اضطراري ډلو هڅې پیل کړي او په دې هوايي ډګر کې ټولې الوتنې هم ځنډول شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د فاکس خبري شبکې ته ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د پېښې په اړه خبر شوی او اړوندو ادارو ته یې د څېړنو لارښوونه کړې.

سیمه‌ ییزې رسنۍ وایي، دغه الوتکه د ناستې پر مهال له یو پوځي هلیکوپتر سره ټکر وکړ، چئ په پایله کې یې دواړه الوتکې سختې زیانمنې شوې او الوتکه د پوټامیک سیند ته وغورځېده.

د پېښې د علت په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو چارواکو ویلي چې د ټکر او د پېښې د پایلو په اړه یې څېړنې روانې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس