کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا کې د هوایی چلند ادارې مسوولینو او سپینې ماڼۍ راپور ورکړی، چې یوه داخلی مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډی سی د رونالډ ریګن هوایی ډګر ته نږدې له یوې پوځی هلیکوپتر سره ټکر کړې او د پوټامیک سیند ته لوېدلې ده.
د خبر پر بنسټ د ژغورنې او اضطراری ډلو هڅې پیل کړی او په دې هوایی ډګر کې ټولې الوتنې هم ځنډول شوې دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د فاکس خبری شبکې ته ویلی، چې ولسمشر ټرمپ د پېښې په اړه خبر شوی او اړوندو ادارو ته یې د څېړنو لارښوونه کړې.
سیمه ییزې رسنۍ وایی، دغه الوتکه د ناستې پر مهال له یو پوځی هلیکوپتر سره ټکر وکړ، چئ په پایله کې یې دواړه الوتکې سختې زیانمنې شوې او الوتکه د پوټامیک سیند ته وغورځېده.
د پېښې د علت په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دی خپاره شوی، خو چارواکو ویلی چې د ټکر او د پېښې د پایلو په اړه یې څېړنې روانې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ