وردګو کې خلکو په شخصی لګښت د یوه ښوونځی ودانۍ جوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ګربت باغک سیمه کې د خلکو له لوری جوړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سیدآباد ولسوالۍ د باغک سیمې اوسېدونکی وایی، وروسته له هغه یې په سیمه کې د ښوونځی لپاره د ودانۍ جوړولو چارې په خپل شخصی لګښت له ستونزو سره_سره پیل کړې، چې د حکومت او موسساتو له ژمنو څخه ستړی شول.
د دوی په خبره، چې څو ځلې ګڼو بنسټونو د ښوونځی د ودانۍ جوړولو ژمنې وکړې خو عملی یې نه کړی.
د باغک په سیمه کې دغه جوړه شوې ودانۍ د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او ټول لګښت یې د سیمې خلکو او بهر مېشتو افغانانو ورکړې دی. د یاد ښوونځی مدیر وایی، چې د دې ښوونځی د ودانۍ د بنسټ ډبره په ۱۴۰۱ کال کې کېښودل شوې وه او په نږدې یوه کال کې یې د جوړولو چارې پای ته ورسیدې.
د دوی په خبره په دې ښوونځی کې به ۵۸۰ زده کوونکی له لومړی تر نهم ټولګی زده کړې کوی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.