وردګو کې د بهسود کوه بیرون لارې د ترافیکو پرمخ بېرته خلاصې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ اړوند د کوه بیرون په سیمه کې هغه لارې چې د وروستیو واورو ښوېدنو او بادونو له امله بندې وې، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې.

د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، د دشت مزار سیمې ته غزېدلې لاره، چې څلور ورځې کیږی بنده ده، د خلاصېدو چارې یې دوام لری او تمه ده، چې ژر بېرته پرانیستل شی.

میدان وردګ ولایت د هېواد په کچه یو له هغو ولایاتو دی، چې زیاتې واورې په کې کیږی او د همدې زیاتو واورو له امله په کې آن تر ثور میاشت پورې واورې پرتې او اکثره فرعی لارې بندې وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.