وردګو کې د زده کوونکو لخوا د اختراع شویو تخنیکی وسایلو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت له لوری د ځوانانو د تشویق او هڅونې په موخه د ولایت په کچه د یو شمېر زده کوونکو په لاس جوړ شویو تخنیکی وسایلو لپاره یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې چې د یاد ولایت مختلفو ولسوالیو څخه د تخنیکی او مسلکی زده کړو انسټیټیوټونو او لېسو د شاګردانو د تخنیک او صنعت برخو کې ګڼ شمېر وسایل اختراع او جوړ کړی وو، نندارې ته وړاندې کړل.
په دې جوړو شویو تخنیکی وسایلو کې د نابینایانو لپاره ځیرکې عینکې، امسا او ځیرکه باطله دانی، برقی جارو، اسکواټور، M4 ټوپکونه، ریموټ کنټرول موټر، د چرګوړو د تولید ماشین، ټانګ، چورلکه او نور ګڼ شمېر وسایل شامل وو، چې د یادو زده کړیالانو له لوری په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوی وو.
ولایتی مسوولینو د دغو ځوانانو هڅې وستایلې او نږدې راتلونکی کې یې دوی ته د تخنیکی او مسلکی زده کړو لپاره د ځانګړی پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړله.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.