وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان ‌وردګو ولایتی چارواکو ویلی،.چې د دغه ولایت په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د څارویو او څړ ځایونو پر سر رامنځته شوې شل کلنه شخړه یې لمنځه یوړه.
د خبر پر بنسټ د دې شخړې د حل لپاره د دغه ولایت د والی په مشرۍ یو کمېسیون په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړه په سوله‌ ییزه توګه هواره کړه.
خبر زیاتوی، دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې سر له نن څخه به په یوه او بل باندې تېری نه کوی او په سوله‌ ییزه فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوی.
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دغه شخړه د جلرېز په (سرچشمه) او د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په (ګرندیوال) سیمو کې رامنځته شوې وه، چې ۲۰ کاله یې دوام وکړ او دواړو لورو ته د سر او مال زیانونه هم اوښتی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.