کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت په چک، جغتو، سیداباد، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده پرانیسته کې د کابل سیندیزې حوزې رییس د مېدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د کوچنیو ذخیروی بندونو د جوړولو خبر ورکړ.
د مېدان وردګو والی ویلی، له ژمنې سره سم به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلې کړی.
د دغه ولایت اوسېدونکی هم دغه ډول پروژو ته خوښ دی او غوښتنه کوی، چې ورته نور چک ډیمونه دې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړ شی.
دغه چک ډیمونه په داسې مهال جوړیږی، چې سږ کال سېلابونو په دغه ولایت کې خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ