وردګو کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سره ووېشل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان‌ وردګو ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوری د مرکز میدان ښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نیم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سره وېشل شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس ویلی، له یادې مرستې څخه یې موخه د بې‌ وزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکیلې اصلاح کول دی.

نوموړی له بزګرانو وغوښتل، چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو کې استفاده وکړی، څو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شی.

بل لور د میدان ‌وردګو بزګران هم خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوری ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرسته شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.