وردګ: بهر ته تللی ډېری سیاستوال غواړی هېواد ته را ستانه شی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) په پارلمانی چارو کې تېر دولت وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم هېواد ته راستون شو.
وردګ هېواد ته له را رسېدو وروسته وویل، هغه سیاستوال چې د ا.ا له راتګ وروسته بهر ته تللی، ګڼ شمېر یې بېرته هېواد ته د راستنېدو هوډ لری.
د هغه په وینا، زما له راتګ خبر شویو سیاستوالو را څخه وغوښتل چې د راتګ زمینه ور ته برابر کړم.
وردګ زیاته کړه، چې ډېر کم یې هغه دی چې ښایی هېواد ته د راستنېدو فکر و نه لری.
نوموړی وایی، خوښ دی چې خپل هېواد ته راغی؛ د دوه په وینا ځکه چې انسان پر خپل هېواد کې معزز وی؛ نه په پردی هېواد کې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.