معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستيو سېلابونو هېواد کې د غنمو کمښت او د فقر ډېرښت اندېښنې ډېرې کړي

وروستيو سېلابونو هېواد کې د غنمو کمښت او د فقر ډېرښت اندېښنې ډېرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده.
دغې ادارې ویلي دې ته په کتو، سره له دې چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ له کرنې خپلې اقتصادي اړتیاوې تامینوي او سېلابونو کرنې ته ډېر تاوان رسولی، سږ کال به د افغانستان غنم د دغه هېواد د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړي.
دغې ادارې غوښتنه کړې، چې دغه برخه کې فقر ځپلو سره دې نړیوالې بشري مرستې زیاتې شي.
افغانستان کې د تېرو څو ورځو سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ – ژوبله رسولې او د لسګونه کورونو او پراخو کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو سبب شوي دي. سېلاب ځپلو له نړیوالو غوښتي، چې د عاجلو بشري مرستو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس