وروستیو سېلابونو هېواد کې د غنمو کمښت او د فقر ډېرښت اندېښنې ډېرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده.
دغې ادارې ویلی دې ته په کتو، سره له دې چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ له کرنې خپلې اقتصادی اړتیاوې تامینوی او سېلابونو کرنې ته ډېر تاوان رسولی، سږ کال به د افغانستان غنم د دغه هېواد د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړی.
دغې ادارې غوښتنه کړې، چې دغه برخه کې فقر ځپلو سره دې نړیوالې بشری مرستې زیاتې شی.
افغانستان کې د تېرو څو ورځو سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ – ژوبله رسولې او د لسګونه کورونو او پراخو کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو سبب شوی دی. سېلاب ځپلو له نړیوالو غوښتی، چې د عاجلو بشری مرستو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.