وروستیو اورښتونو او سړې هوا سرپل او کندوز کې زرګونه څاروی تلف کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپل او کندوز ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له امله په دغو دوو ولایتونو کې څه باندې ۸ زره څاروی له منځه تللی دی.

 د خبر پر بنسټ، مسوولینو زیاته کړې چې د دغو دوو ولایتونو په دښتو کې د ګیرپاتې کسانو او څارویو د ژغورلو لپاره د مرستې رسونې بهیر یې پېل کړی او تر اوسه یې په سلګونه تنه له څارویو سره یوځای ژغورلی دی.

 د سرپل ولایتی ادارې ویلی، یوازې د دغه ولایت په ۲ ولسوالیو کې څه باندې ۸ زره څاروی له‌ منځه تللی دی. 

  وروستیو اورښتونو او سړې هوا د هېواد په نورو ولایاتو کې هم خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.