وروستیو اورښتونو د یو شمېر ولایاتو مواصلاتی لارې تړلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ویلی، د وروستیو واورو او بارانونو له امله د یو شمېر ولایتونو مواصلاتی لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوی دی.
دوی زیاته کړې، چې د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، ارغستان، کوهستان، یاوان، شهر بزرگ او یفتل ولسوالیو لارې له مرکز فېض آباد او د بدخشان ـ تخار ولایت ترمنځ لویه لار د واورې اورېدو له امله بنده شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت وړاندې ویلی، په سرپل ولایت کې د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې هم د واورو له امله بندې شوی دی.
د مسوولینو په وینا په دغه ولایتونو کې د لارو د بېرته خلاصولو عملیات پیل شوی او د سالنګونو په ګډون پاتې ټولې مواصلاتی لارې د تګ_راتګ پر مخ خلاصې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.