کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۳ نېټه):
د هېواد په نږدې ۲۵ ولایاتو کې د وروستیو پرلپسې اورښتونو له امله بزګران د خپلو حاصلاتو ډېرېدو ته هیله مند شوی دی.
بزګران وایی، سږنی اورښتونه به وچکالی له منځه یوسی او هر بزګر به له خپلې کرکیلې په پرېمانه اندازه حاصلات ترلاسه کړی.
کروندګرو پیل شوی اورښتونه د خپلو کروندو لپاره ګټور بللی او زیاته کړې یې ده چې سږنی اورښتونه به د کال د آبادۍ او د کروندګرو لپاره ښه زېری ولری. دوی وایی، بارانونو نه یوازې غنمو او شولو، بلکې باغدارۍ، مالدارۍ او څړځایونو ته هم ډېره ګټه رسوی او له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږی.
د روان نوی لمریز کال په پیلېدو سره د هېواد په ډېری ولایاتو کې پرلپسې نرم اورښتونه وشول چې نن او سبا هم یو شمېر ولایاتو کې د پوره او نیمه اورښت اټکلونه ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ