کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د غزنی اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلی، چې د تېرې اونۍ زلزلې د دغه ولایت یو شمېر تاریخی آبدې زیانمنې کړی او د نړېدو له ګواښ سره یې مخ کړې دی.
د غزنی د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار زیاته کړې، چې یادې زلزلې د محمد شریف خان تاریخی آبده، د غزنی زاړۀ ښار دوه برجونه او د خواجه ملک یار پرنده تاریخی مقبره زیانمنه کړې او که ورته جدی پاملرنه ونه شی، د نړېدو او له منځه تلو سره به مخ شی.
دغه زلزله چې تېره اونۍ د ۷.۷ درجې په کچه زوروره وه، تېره اونۍ د شپې په شاوخوا ۹:۳۴ دقیقو د افغانستان مرکزی، شمالی او ختیځ ولایتونو په ګډون نهه هېوادونه ولړزول.
د دې زلزلې مرکزی نقطه د بدخشان ولایت هندوکش غرونه ښودل شوی وو.
د سرپرست افغان حکومت د اطلاعاتو له مخې د دغې زلزلې له امله پنځه تنه مړه او تر ۹۰ پورې نور کسان هېواد کې ټپیان شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ