کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست افغان حکومت ځينې هغه وزیرستاني کډوال چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اوسېږي، د هېواد لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي.
د دغه حکومت ویاند وايي، د دغه کار موخه، د پاکستان پر وړاندې بریدونو کې د دغو کډوالو د نه لاس لرلو په هکله د دغه هېواد د حکومت د ډاډ ترلاسه کول دي.
نوموړی زیاتوي، چې کله نا کله پاکستان دغه کډوال د دغه هېواد پر وړاندې په ځينو خوځښتونو تورنوي.
تراوسه څرګنده شوې نه ده، چې په هغو کډوالو کې چې سرپرست حکومت یې لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي، کوم کسان شاملیږي؟
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو، چې سرپرست افغان حکومت دوی ته یو وړاندیز کړی، چې پر بنسټ یې د پاکستاني طـ.ـالبانو د تحریک وسلوال غړي په افغانستان کې لرې پرتو سیمو ته لېږدول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/