وزیرستانی کډوال د هېواد لرې پرتو ولایاتو ته لېږدول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست افغان حکومت ځینې هغه وزیرستانی کډوال چې د ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه اوسېږی، د هېواد لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوی.
د دغه حکومت ویاند وایی، د دغه کار موخه، د پاکستان پر وړاندې بریدونو کې د دغو کډوالو د نه لاس لرلو په هکله د دغه هېواد د حکومت د ډاډ ترلاسه کول دی.
نوموړی زیاتوی، چې کله نا کله پاکستان دغه کډوال د دغه هېواد پر وړاندې په ځینو خوځښتونو تورنوی.
تراوسه څرګنده شوې نه ده، چې په هغو کډوالو کې چې سرپرست حکومت یې لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوی، کوم کسان شاملیږی؟
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلی وو، چې سرپرست افغان حکومت دوی ته یو وړاندیز کړی، چې پر بنسټ یې د پاکستانی طـ.ـالبانو د تحریک وسلوال غړی په افغانستان کې لرې پرتو سیمو ته لېږدول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.