وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د یو شمېر ودانیو پر جوړولو کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر څانګو د بیارغولو چارې بشپړې او د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر نورو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه روغتون مشر په دې اړه جوړې شوې غونډې کې ویلی، چې د دغه روغتون اړوند د پنځو روغتیایی څانګو (د ښځینه ناروغانو سراپا روغتیایی مرکز، د راډیو فلوروسکوپی، کلچر معایناتو، سټنډرډ ریکوری او ناروغانو لفټ) د رغولو چارې چې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې، بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه، یادې شوې څانګې په اساسی ډول رغول شوی چې ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
د دغو چارو لګښت د سرپرست افغان حکومت له لوری ورکړل شوې دی.
ــــــــــــــــــــ

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.